اقتصادمهم خبرونه

UNODC: د کوکنارو د کښت بندیز د افغان کروندګرو اقتصادي حالت خراب کړی دی

د ملګرو ملتونو د مخدرو موادو او جرمونو د مبارزې دفتر (UNODC) ویلي، له هغه وخت راهیسې چې د طالبانو اداره په افغانستان کې د کوکنارو کښت منع کړ، هغو کروندګرو چې کلونه یې له دې کره اقتصادي ګټه اخیسته، خپل د عاید اصلي سرچینې له لاسه ورکړې دي.

د راپور له مخې، د دې وضعیت مستقیمه پایله دا ده چې په بېلابېلو ولایتونو کې محلي ټولنې زیانمنې شوې دي؛ هلته چې د کلیوالو خلکو د پېرلو او پلورلو توان کم شوی، د پیسو دوران او محلي اقتصادي فعالیتونه سخت محدود شوي دي.

UNODC وايي، دا اقتصادي فشار په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې د خوړو د خوندیتوب ستونزه زیاته کړې او هغه کورنۍ چې له مخکې یې له فقر سره مبارزه کوله، لا هم بې‌وسې شوې دي.

منتقدان وایي، د طالبانو اداره پرته له دې چې د دوامدارو بدیلو معیشتي لاروچارو زمینه برابره کړي، د کښت د بندیز پرېکړه عملي کړې ده، او په پایله کې یې د دې اقدام اصلي زیان غریب بزګران او کلیوالي ټولنې ګالي. دوی ټینګار کوي چې دا موضوع د شفافو ملاتړیزو پلانونو او ځواب‌ګوي سیاستونو غوښتنه کوي ترڅو د خلکو د معیشت ملاتړ وشي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button