د بېرته راستانه شويو سوداګرو ۲۶ ميليونه ډالري پانګه تصديق شوه

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي د هغو سوداګرو او صنعتکارانو د پانګې اسناد تصديق شوي چې له نورو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د پانګونې د تنظيم او اسانتيا برابرولو کمېټې په يوه غونډه کې د وزير نورالدين عزيزې په مشرۍ د اته تنه سوداګرو او صنعتکارانو اسناد وڅېړل، چې له ايران او پاکستانه راستانه شوي دي. دغه کسانو په بېلابېلو برخو کې لکه د موبايل د توليد او بستهبندۍ، ګريس او انټيفريز جوړولو، د پلاستيکي خامو موادو او توليداتو، د خوړو صنعت (پاپر، بيسکويت، کيک)، پلاستيکي رول، مصنوعي چمن او ګلونه، د وسايطو تېل، د پلاستيکي سبد فابريکه او سړې خونې جوړولو کې فعاليت لري.
سرچينه زياتوي چې د اسنادو له ارزونې وروسته، اووه تنه د کمېټې د کړنلارې سره سم د تاجر او صنعتکار په توګه تثبيت شول. د دغو کسانو ټوليزه پانګه تر ۲۶ ميليونو امريکايي ډالرو ډېره ده چې د کمېټې له خوا تصديق شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي هغه صنعتکاران چې اسناد يې نهايي شوي، کولای شي له هغو امتیازونو څخه ګټه واخلي چې په دې کمېټه کې ورته ټاکل شوي دي. خو يو شمېر اقتصادي شنونکي ټينګار کوي چې د دې ډول پروګرامونو بريا د شفافې پلي کېدنې، د قوانينو ثبات او د خوندي او وړاندوينې وړ پانګونې فضا له رامنځته کولو سره تړلې ده.




